IQNA

د اسلامی نړۍ مشهور عالمان/ 23

؛بای جی سو؛  او د قرآن کریم په ژباړې کې له اوسمهاله چیني ژبې څخه استفاده

6:54 - June 20, 2023
د خبر لمبر: 3487498
بای جی سو   د چین یو هغه کلتوری فعال دی چې توانیدلی  قرآن کریم په چیني ژبه وژباړي ، یوه داسې ترجمه چې ډيرې خاص او د پام وړ ځانګړنې لري.

ایکنا-(تهران) انسان پخپل ژوند کې ډیر داسې کارونه کوي چې د نورو له سترګو پنا یا پټ وي او هغه تل په دې اندیښمن وي چې یوه ورځ  له دغو رازونو نور  خبرشي،په قرآڼ کریم کې  د هغې په باب خبرې شوي دي چې ټول رازونه  د ټولو انسانانو په وړاندې رابرسیره کیږي.  دغه ورځ حتمی او قطعي ده.

 

ایکناخبری آژانس راپور راکوي ، بای جی سو (سلیمان باي جی سو) په 1966کال کې د چین د ؛یونان؛ صوبې په چیوجینګ ښار کې زیږیدلی دی. هغه په ماشوموالي په چین کې قرآن مجید زده کړ و وروسته د عربی او  فارسي زده کړو د بشپړولو لپاره تر پنځلسو کلونو پورې په ایران کې شتون درلود.

هغه  په 1989 کال کې د  تهران پوهنتون له الهیاتو پوهنځي څخه په فلسفې  او اسلامی کلام کې  ډګري ترلاسه کړه او په 2006 کال کې بیرته چین ته ستون شو.

 هغه  په 1995 کال کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ریډیو او   ټيلیویژن د ادارې صدا وسیما دبهرنیو خپرونو په برخې کې  دچیني ریډیو  د خبرونو دژباړن په توګه او د کلتوری پروګرامونو د تولید په توګه وګمارل شو.

همداراز په 2002کال کې ئې د  ایران د  ترجمان وحی کلتوري موسیسې  په ملګرتیا سره د قرآن کریم د چینی ژبې ترجمه هم پیل کړه اووتوانید، په لسو کلونو کې دغه کار پاي ته ورسوي.

سلیمان بای جي سو  اوس په بیجینګ کې د  ایران داسلامی جمهوریت د سفارت او کلتوری سلایارۍ  او د جامعةالمصطفی العالمیه د نمایندګۍ دفتر سره په چیني ژبه د قرآن سایت (www.gulanjing.com ) د مطلبونو تولید او مدیریّت  او د شیعه کتابونو دترجمې په برخې کې ملګرتیا کوي.

د سلیمان بای جی سو تر ټولو غوره اثر په  چیني ژبه دقرآن مجید ترجمه ده چې د چین په تاریخ کې  د اهل بیت علیهم السلام  دمکتب په اساس  د قرآن لومړنۍ ترجمه شمیرل کیږی چې  دهغه تطبیق او سمول  هم د چیني ژبې دغوره استاد ښاغلی یحیی لین سونګ په غاړه درلوده. دغه ژباړه په 2011 کال کې چاپ شوې ده.

په عربی ژبه د ژباړن بشپړ تسلط او بلدتیا سبب شوې څو دغه قرآن کریم له عربي ژبې څخه په مستقیم ډول په چیني ژبه ترجمه شي. له ماډرن اوسمهاله چیني ژبې څخه استفاده ،د قرآن کریم ددغې ترجمې یوه بله ځانګړنه ده . دې ته په پام سره چې  چیني ژبه  په تیرو شپیتو کلونو کې له بدلون سره مخ شوې ده،مخیکینو ځینو متفکرانو او  ژباړنو  احساس کړه چې قرآن کریم بیا له اوسمهاله چیني ژبې څخه په استفادې سره ترجمه او چاپ شي. سلیمان باي جی سو همداراز  د هرې صفحې په پای کې  د کلمو او آیتونو ځیني مختلفې معنې په لنډه توګه توضیح کړي دي.

سلیمان بای جی سو  له فارسی ژبې سره د بلدتیا په دلیل ، له عربی او فارسي ژبو څخه په چیني ژبه د قرآني علومو او د شیعیّت  څو نور ارزښتمن کتابونه هم ژباړلي دي.

captcha